لیکوال: ابویاسر بـــــرخه: دارالافتاء كـــتني: 229
الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! زموږ یوقریب وفات شو ، اوبیایې ورثه ؤ خیرات پسي کاو ، اختلاف په دي سره رامینځ ته شوچې خیرات بایدڅه ډول وشي ؟کوم ډول خیرات افضل دی ؟ ځیني خلګ همداسې پسونه حلال کړي اوغوښې یې تقسیم کړي ، ځیني یې بیاپوخ کړي اوپه خلګو باندي ډوډۍ وخوري ، په دي دواړو طریقوکې یې کوم ډول بهتر ده ؟ ت ل
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: لمړی داباید وپيږنو چې دخیر په اعمالوکې اصلاخبره دنیت معتبره ده ، له دي نه علاوه چې په کوم عمل کې زیات تکلیف وی دهغه اجر زیات دی ، دلته که موږ دي خبري ته نظر وکړو چې په پاخه خیرات کې دیوه تن له وچي ډوډۍ نیولي بیا تر غوړو غوښو مالګي اوپختن پوري هرڅه دخیرات کونکي وي اوبیا داچې دراغلوخلګو اومیلمنو خدمت په کې سرته رسیږي ، اومسکینان اووږي په کې مړيږي نوداهریوځانګړی عمل دی چې که په اخلاص سره وشې نواجر به یې ترلاسه شې ، اوکه اوم خیرات وشې نو بیاداښیګڼه لري چې دغه خیرات به کورنیوته ورسیږي اودمحدودوکسانوپه ځای به په کورونوکې واړه اوزاړه ټول تري ګټه پورته کړي
الحاصل : که چیرته دغه عملونه له ریاء اونوروهغه امورو څخه خالي شې چې دنیک عمل داجر مخه نیسې نوبی شکه چې لمړي صورت دزیاتو ښیګڼو له امله زیات اجر ورباندي ترلاسه کیدلی شې ، اوکه له دغه مفاسدو څخه خالي نه وي نوبیا که لمړی صورت وي اوکه دوهم که دخیر کار زیات وي اوکه لیږ نودغه عمل یی ضائع ده اودالله تعالی په وړاندي هیڅ اجر نه لري .
في الدرالمختاروردالمحتار۹\۷۰۱ اعلم ان اخلاص العبادة لله تعالی واجب والرياء فيها وهوان يريدبها غيروجه الله تعالی حرام بالاجماع للنصوص القطعية . الخ
افغانستان